پیر ټیلار دو شاردن (زوکړه: د ۱۸۸۱ زکال د مۍ ۱ نېټه – مړینه: د ۱۹۵۵ زکال د اپرېل ۱۰مه) فرانسوي یسوعي کشیش، عالم، د لرغوني ژوندانه عالم، الهیات پوه، فیلسوف او ښوونکی و. هغه دارویني لیدلوری درلود او د څو اغېزمنو الهیاتي او فلسفي کتابونو لیکوال و.
نوموړي د پیکېنګي سړي په کشف کې ونډه لرله. د اومېګا نقطې له مخې یې ژوند پالونکې نظریه انځور کړه او له ولادیمیر ورنادسکي سره یې د نووسفیر مفهوم ته پراختیا ورکړه.
په ۱۹۶۲ زکال کې د عقیدوي دوکتورینو ټولنې (Congregation for the Doctrine of the Faith) د ټیلار څو اثرونه د هغه د ادعايي ابهاماتو او عقیدوي تېروتنو له امله وغندل. ورته مهال یو شمېر پام وړ کاتولیک څېرو له دې ډلې شپاړلسم پاپ بندیکټ او پاپ فرانسېس له هغه مهال څخه تر نن ورځې پورې د نوموړي د یو شمېر نظریاتو اړوند مثبت نظرونه وړاندې کړې دي. د هغه د لیکنو اړوند د پوهانو غبرګونونه په مخالفو او موافقو غبرګونونو ویشل شوي دي.
ټیلار په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ټپي سرتېرو د لېږدونکي په توګه خدمت کړی. هغه ګڼ شمېر رسمي جوایز ترلاسه کړي چې په دغو کې پوځي نښان او همدارنګه د فرانسې تر ټولو عالي پوځي او ملکي مډال، لژیون دونور شاملېږي.
پیر ټیلار دو شاردن د ۱۸۸۱ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه په سارسنات اورسینس قلا کې وزېږېد چې د فرانسې دریم جمهوریت ته د اړوند اوورني ایالت د کلرمون – فران ښار شمال لویدیځ لورې ته په شاوخوا ۴ کیلومتره (۲.۵ مایله) فاصله کې موقعیت لري. [۱][۲]
د هغه پلار له شارتس ښوونځي څخه فارغ شوی و او یو مشتاق طبیعت پوه و چې د یوه سیمه ییز کتابدار په توګه یې خدمت کاوه. هغه به ډبرې، حشرات او بوټي راغونډل او خپله کورنۍ یې د طبیعت اړوند څېړنو ته هڅوله. د پیر ټیلار معنویت د هغه د مور له خوا را بیداره کړای شو. هغه مهال چې دولس کلن و په ویلفرانش-سور-سان کې مونګر یسوعي کالج ته ولاړ او له هغه ځایه یې د فلسفې او ریاضیاتو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. په ۱۸۹۹ زکال کې نوموړی نوي رامنځته شوي ایکس- این یسوعي مرکز ته ولاړ. د ۱۹۰۰ زکال په اکتوبر میاشت کې یې په سن میشل دلاوال کالج کې زده کړې پیل کړې. د ۱۹۰۱ زکال د مارچ په ۲۵ مه هغه خپله لومړنۍ لوړه وکړه. په ۱۹۰۲ زکال کې یې د ادبیاتو په برخه له کان پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. [۳]
همدغه کال لومړي وزیر امیل کومبیس د پخواني لومړي وزیر پیر ویلډیک روسو روحانیت ضد پروګرامونو ته دوام ورکړ. په پایله کې مذهبي جوړښتونه اړ کړای شول خپل اموال دولت ته تسلیم کړي او یسوعیان اړ شول بریتانیا تبعید شي. ټیلار تر ۱۹۰۵ زکال پورې په جرسي ټاپو کې خپلو فلسفي څېړنو ته دوام ورکړ. له دې امله چې نوموړی په ساینسي مواردو کې تکړه و، د عثماني سترواکۍ تر ولکې لاندې د مصر د قاهرې ښار دي لا سینت فامیلي کالج (په عربي ژبه: مدرسه العائله المقدسه) ته د فزیک په برخه کې د تدریس په موخه ولاړ او تر ۱۹۰۸ زکال پورې هلته پاتې شو. [۴]
د راتلونکو څلورو کلونو لپاره نوموړي د ختیځ ساسکس د هاسټینګر په اور پلس کې د یسوعیانو غړی پاتې شو او همالته یې الهیاتي افکار رامنځته شول. نوموړي همدلته خپله علمي، فلسفي او الهیاتي پوهه د تکامل په رڼا کې ترلاسه کړه. دغه مهال هغه د خلاقانه تکامل (Creative Evolution) په نامه د هنري برګسون اثر ولوست چې بیا یې د هغو اړوند ولیکل: «یوازنی هغه اغېز چې دغه ځلاند کتاب پر ما وکړ دا و چې په لنډ مهال کې د خپل زړه او فکر د رامنځته کېدوني اور لپاره په مناسب وخت کې د سون توکي برابر کړم». د برګسون نظریاتو د مادې، ژوند او انرژۍ اړوند د هغه پر لیدلوري اغېز درلود. نوموړی د ۱۹۱۱ زکال د اګست په ۲۴ مه د ۳۰ کلونو په عمر کشیش وټاکل شو. [۵][۶]
له ۱۹۱۲ زکال څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې ټیلار د فرانسې د طبیعي تاریخ د ملي موزیم د لرغونې ژوند پوهنې په ازموینځای/لابراتوار کې کار وکړ او د منځنیو پیړیو دویمې دورې ته په اړوندو تي لرونکو موجوداتو یې څېړنه ترسره کړه. له دې وروسته یې د اروپا په بله برخه کې زده کړې وکړې. د ۱۹۱۲ زکال په جون میاشت کې یې له آرتور سمیت ووډوارډ او چارلز ډاوسون سره یوځای په پلیتډاون لرغوني سایټ کې د کنستنو په موخه اصلي ډله وروسته له هغه جوړه کړه چې د «پلیتډاون د سړي» فوسیلونه کشف شول. یو شمېر باوري دي چې ټیلار هم په دغه دروغي کشف کې ونډه لرلې. د نئاندرتالانو د څېړنو متخصص مارسلین بول چې ګویا د ۱۹۱۵ زکال په لومړیو کې یې د پلیتډاون غیر انساني ریښه تشخیص کړې، په تدریجي بڼه یې ټیلار د لرغوني ژوند پوهنې لور ته هدایت کړ. د انساني لرغونې ژوند پوهنې د انستیتیوت په موزیم کې له هانري برویل سره ملګری شو او په ۱۹۱۳ زکال کې یې له هغه سره یوځای د هسپانیا په شمال لویدیځ کې له تاریخ وړاندې نقاشي شوي ال کاستیو غار په کنستنه کې ونډه واخیسته. [۷][۸]
ټیلار د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ۱۹۱۴ زکال په ډسمبر میاشت کې د فرانسوي ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای او د فرانسې د استعماري وسله والو ځواکونو په اتمه لوا کې یې د مړو او ټپیانو د لېږدونکي په توګه خدمت وکړ. هغه ته د خپل خدمت او شجاعت له امله پریمانه جوایز ورکړل شوي چې په دغو کې پوځي مډال او همدارنګه د فرانسې تر ټولو عالي مډان لژیون دونور شامل و.
د جګړې پر مهال نوموړي خپلو افکارو ته د خپلو یاددښتنو په لیکلو او همدارنګه له خپلې تره لور مارګاریت ټیلار شامبون سره د لیکونو د تبادلې پر مټ پراختیا ورکړه چې هغې بیا د دوی ترمنځ د تبادله شوو لیکونو ټولګه وروسته خپره کړه. ټیلار وروسته ولیکل: «... جګړه له واقعیت سره د هغه مخ کېدل و...». په ۱۹۱۶ زکال کې نوموړي خپله لومړنۍ مقاله د کیهاني ژوند (La Vie Cosmique) تر عنوان لاندې ولیکله، چې خپل علمي او فلسفي فکر یې د عرفاني ژوند په توګه په کې بیان کړی و. هغه مهال چې له پوځ څخه د مرخصۍ په حالت کې و، د ۱۹۱۸ زکال د مۍ په ۲۶مه یې په سنت-فوآ-له- لیون کې د یو یسوعي په توګه لوړه وکړه. د ۱۹۱۹ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال چې بریتانیا ته په اړوند جرزي ټاپو کې و د مادې د معنوي ځواک (The Spiritual Power of Matter) تر عنوان لاندې اثر یې ولیکه. [۹][۱۰]
ټیلار د پاریس په پوهنتون کې د طبیعي علومو اړوند د ځمک پوهنې، بوټو پوهنې او ژوو پوهنې په برخه کې زده کړې وکړي. هغه د خپلو زده کړو په پای لیک کې د فرانسې د ټیټو برخو ائوسن تي لرونکي او د هغو خټه (چینه پوهنه) وڅېړله. له دې وروسته یې په ۱۹۲۰ زکال کې د پاریس په کاتولیک انستیتیوت کې د ځمک پوهنې اړوند وینا وکړه او په ۱۹۲۲ زکال کې د ساینس په برخه کې له دوکتورا اخیستو وروسته همدلته د مرستیال ښوونکي په توګه وګمارل شو.
ټیلار په ۱۹۲۳ زکال کې له یسوعي کشیش/پلار امیل لیسنټ سره چې د فرانسې د طبیعي تاریخ د ملي موزیم او په تیانجین کې د مارسین بوسل د لابراتوار ترمنځ د پراخو همکاریو مسئولیت ور ترغاړې و، چین ته سفر وکړ. لیسنټ له هغو مبلغینو سره په پام وړ کچه کار وکړ چې د خپل فراغت په وختونو کې به یې د طبیعت اړوند علمي څېړنې کولې.
ټیلار څو مقالې ولیکلې، چې په دغو کې په نړۍ کې د کتلې (La Messe sur le Monde) او په اوردوس دښته کې تر نومونو لاندې مقالې شاملې وې. راتلونکی کال هغه په کاتولیک انستیتیوت کې خپلو لکچرونو ته دوام ورکړ او د انجینرۍ د پوهنځي د زده کړیالانو په دوره یي غونډو کې یې هم ګډون کاوه. هغه د اصلي ګناه اړوند دوه الهیاتي مقالې د یو بل الهیات پوه په غوښتنه هغه ته په شخصي بڼه ولېږلې.
کلیسا له هغه وغوښتل څو په کاتولیک انستیتیوت کې لکچر ورکول پرېږدي او په چین کې د ځمک پوهنې اړوند خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
ټیلار بیاځلي د ۱۹۲۶ زکال په اپرېل میاشت کې چین ته سفر وکړ او شاوخوا ۲۰ کاله هلته پاتې شو؛ همدارنګه یې له دغه ځایه د نړۍ ډېرو برخو ته سفرونه کول. نوموړی تر ۱۹۳۲ زکال پورې په تیانجین کې له امیل لیسنټ او وروسته هم په بیجنګ کې میشت و. ټیلار له ۱۹۲۶ زکال تر ۱۹۳۵ زکال پورې په چین کې پنځه جیولوژیکي څېړنیز سفرونه ترسره کړل. دغه سفرونه لامل وګرځېدل څو په بشپړه توګه د چین جیولوژیکي نقشه جوړه کړي.
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)