ډياګو مارادونا


ډياګو مارادونا
ډياګو مارادونا
ډياګو مارادونا

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۳۰ اکتوبر ۱۹۶۰[۱][۲][۳][۴]
مړینه 25 نومبر 2020 (60 کاله)[۵] 
تابعیت ارجنټاین  
قد 165 سانتي متره [۶] 
وزن 70 کيلوګرامه [۶] 
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) اېټاليايي ژبه
هسپاني [۷] 
د کړنې څانګه فوټبال [۸] 
لوبه فوټبال  
د لوبې هيواد ارجنټاین  
لاسليک
ډياګو مارادونا
ډياګو مارادونا

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې 
 

ډياګو ارمانډو ماراډونا “Diego Armando Maradona” (زوکړه: ۱۹۶۰ د اکتوبر ۳۰، مړينه: ۲۰۲۰ د نومبر ۲۵) د فوټبال يو ارجنټايني مسلکي لوبغاړی او مدير و. نوموړی چې د بدني روزنې يا سپورت په تاريخ کې په پراخه کچه له سترو لوبغاړو څخه ګڼل کېده، د ۲۰ پېړۍ د فيفا د غوره لوبغاړي “FIFA Player of the 20th Century” انعام له دوه ګټونکو څخه و. د مارادونا د ليد، تېرېدلو، د توپ د اداره کولو او ورو ورو پر مخ وړلو تکړه توب يا مهارتونه د هغه له ټيټ قد يا جګوالي سره يو ځای وو، چې هغه ته يې د ځمکې د راښکون ټيټ مرکز ورکړ او په دې سره وتوانېد، چې د زياتره نورو لوبغاړو په پرتله غوره تمرينونه تر سره کړي. په ډګر کې د هغه شتون او مشرۍ د نوموړي د ډلې پر عمومي عمل باندې ستره اغېز درلود، په داسې حال کې چې هغه به ډېری وختونه د مخالفې ډلې له لورې په يوازې ډول په نښه کېده. د نوموړي د نوښتي وړتياوو تر څنګ، هغه د نښې يا ګول لپاره يو ليد درلود او د فريک کېک متخصص پېژندل کېده. مارادونا ته د هغه په عمر د ووړ او په عقل د پوخ ذکاوت له امله د “El Pibe de Oro” (د سرور زرو هلک) وړ نوم ورکړل شوی و، چې د مسلک په ټوله موده کې ورپورې تړلی پاتې شو. نوموړي د لوبو له ډګره د باندې يو ستونزمن ژوند درلود او په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۴ ز کالونو کې له درملو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې له امله يې له لوبو کولو څخه مخنيوی شوی و.

مارادونا چې يو پرمختللی لوبه جوړونکی و او په لسم کلاسيک ګڼه کې يې کار وکړ، لومړنی لوبغاړی و چې دوه ځلې يې د پيسو په بدل کې له يوې ډلې څخه بلې ته د بدلون نړيوال ريکارډ جوړ کړ: يو ځل په ۱۹۸۲ ز کال هغه مهال چې د ۵ ميليون يورو لپاره بارسيلونا او بل ځل په ۱۹۸۴ز کال کې هغه مهال، چې د ۶،۹ ميليون يورو په بدل کې ناپولي لوبډلې ته لاړ. نوموړي د خپل مسلک پر مهال د ارجينټېنوس جونيرس “Argintinos Juniors”، بوکا جونيرس “Buca Juniors”، بارسيلونا “Barcelona”، ناپولي “Napoli”، سيوېلا “Sevilla” او د نيوېلډ اولډ بوايس “Newell’s Old Boys” لوبډلو لپاره ولوبېده او ناپولي نومي لوبډله کې د خپلې مودې له امله خورا نامتو دی، چې ګڼې سرلوړۍ يې په کې تر لاسه کړې.

نوموړي له ارجينټينا لوبډلې سره په خپل نړيوال مسلک کې ۹۱ کېپسونه “Caps” تر لاسه او ۳۴ ګولونه يې وکړل. مارادونا د فيفا په څلور نړيوال جامونو “FIFA World Cups” کې ولوبېده، چې له ډلې يې مکسيکو کې د ۱۹۸۶ز کال نړيوالې جام يادولی شو، چې نوموړي په کې د ارجينټينا لوبډلې مشري وکړه او په پای لوبه کې له لويديځ المان “West Germany” لوبډلې څخه د خپې ډلې د بريا لامل شو او د لوبو لړۍ د غوره لوبغاړي په توګه يې د سرو زرو توپ “Golden Ball” وګټه. د ۱۹۸۶ زکال د نړيوال جام له نيمه پای لوبې څخه وړاندې لوبه کې يې د انګلېنډ پر وړاندې د دوه د يو پر وړاندې بريا دواړه نښې وکړل، چې د فوټبال تاريخ ته د دوه بېلابېلو لاملونو له مخې ننوت. لومړنۍ نښه يا ګول توپ سره د لاس لګېدلو غير جزايي تېروتنه وه، چې «د خدای لاس» په نوم پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې دويمه نښه د انګلېنډ له پينځو لوبغاړو څخه ورو ورو د ۶۰ مترو په واټن له توپ تېرولو څخه وروسته تر لاسه شوه، چې په ۲۰۲۰ زکال کې د فيفا ټکي کام “FIFA.com” رايه ورکونکو له لورې «د پېړۍ نښه/د پېړۍ ګول» رايه ورکړل شوه.

مارادونا د ۲۰۰۸ زکال نومبر کې د ارجنټاين د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی شو. نوموړي د ۲۰۱۰ز کال نړيوال جام کې چې په سويلي افريقا کې تر سره شو، د لوبډلې مشري په غاړه درلوده، که څه هم د لوبو لړۍ په پای کې يې ياده دنده پرېښوده. نوموړي له دې څخه وروسته د ۱۲-۲۰۱۱ فصل لپاره په “UAE Pro-League” کې د الوصل “Al Wasl” لوبډلې روزنه وکړه، چې دوبۍ کې وه. په ۲۰۱۷ زکال کې مارادونا د فيوجايرا “Fujairah” لوبډلې روزونکی شو او د فصل په پای کې يې ياده د ډلې د روزلو دنده پرېښوده. مارادونا د ۲۰۱۸ ز کال په می مياشت کې د ډاينامو بريست “Dynamo Brest” نومي بيلاروسي کلب د نوي رئيس په توګه اعلان شو. نوموړی بريسټ ته لاړ او په جولای کې يې دندې پيل شوې. مارادونا د ۲۰۱۸ زکال له سپټمبر څخه د ۲۰۱۹ ز کال تر جون پورې د دورادوس “Dorados” مکسيکويي کلب روزونکی و. نوموړی د ۲۰۱۹ ز کال له سپټمبر څخه تر خپلې مړينې (۲۰۲۰ زکال نومبر) پورې د “Gimnasia de La Plata” په نوم د ارجنټاين پرايميرا د څانګې کلب روزونکی و.

د ژوند لومړي کالونه

ډياګو راماندو مارادونا د ۱۹۶۰ زکال د اکتوبر په ۳۰ د بونيس ايريس ولايت د لانوس سيمې په پولي کلينيک ايويټا روغتون “Policlinico Evita Hospital” کې وزېږېد. نوموړي يوه بېوزله کورنۍ يې درلوده، چې له کوريينټيس سيمې څخه راغلې وه. هغه په وېلا فيورېټو سيمه کې رالوی شو، چې د ارجنټاين د بونيس ايريس په سويلي څنډه کې پروت يو وروسته پاتې يا د ګڼو غريبو وګړو استوګنځی و. مارادونا له څلور خوېندو څخه وروسته لومړنی زوی و. نوموړي د هيوګو (ايل تورګو) او راول (لالو) په نومونو دوه کشران وروسنه درلودل، چې دواړه يې د فوټبال مسلکي لوبغاړي وو. د هغه پلار ډياګو مارادونا «چېټورو» (۱۹۲۷ – ۲۰۱۵ز کال) چې د کيمياوي توکو په يوه فابريکه کې يې کار وکړ، له اصلي او هسپانوي نسل څخه و او مور يې ډالما سالوادورا فرانکو «ډونا ټوټا» (۱۹۳۰ – ۲۰۱۱ز کال) له ايټالوي پښت څخه وه. [۹][۱۰]

کله چې ډياګو د ارجنټاين د کشرانو لوبډلې “Argentinos Juniors” ته د ازموينو لپاره راغی، زه په رښتيا د هغه د وړتيا له امله حيران وم او هیڅ باور مې نه شو کولی، چې هغه دې يوازې اته کلن وي. په حقيقت کې موږ ورڅخه د پېژند پاڼې يا تذکرې پوښتنه وکړه، چې وکولی شو ويې ګورو، مګر هغه راته وويل چې له ځان سره يې نه لري. موږ ډاډه وو چې هغه له موږ سره ځکه پاتې کېدلی شي، چې که څه هم د عمر او فزیکي جوړښت له مخې ماشوم و، مګر د يو ځوان په څېر لوبه يې کوله. کله چې موږ پوه شو، چې هغه راته رښتيا ويل، پرېکړه مو وکړه چې هغه ته خپله ځانګړې پاملرنه وکړو. -       فرانسيسکو کورنيجي، د ځوان لوبغاړو روزونکی[۱۱]

د مارادونا مور او پلار د کوريينټيس د شمال لويديځې سيمې په ايسکوينا “Esquina” ښارګوټي کې زيږېدلي او همدې سيمه کې رالوی شوي وو او د کوريينټي سيند “Corriente River” په څنډو کې يې له يو بل څخه يوازې دوه سوه متره لرې ژوند کاوه. دوی په ۱۹۵۰ ز کال کې ايسکوينا ښارګوټی پرېښود او بونيس ايريس کې يې استوګنه غوره کړه. مارادونا په درې کلنۍ کې د ډالۍ په توګه خپل لومړنی توپ تر لاسه کړ او په چټکۍ سره همدې لوبې ته ځانګړی شو. نوموړی د اته کلنۍ په عمر د يو ذکي څارندوی له لورې هغه مهال په نښه يا وپېژندل شو، چې په خپل ګاونډ ايستريلا روجا نومي کلب کې يې لوبه کوله. هغه د “Los Cebollitas” (کوچني پياز) لوبډلې يو مهم لوبغاړی شو، چې د بونيس ايريس د ارجنټاين کم عمره لوبډله وه. مارادونا د ۱۲ کلن هلک په توګه د لومړۍ ډلې لوبو د لوبې نيمايي کې د دمې پر مهال، له بال سره د خپلې جادوګرۍ په ښودلو سره ننداره چيان له ځان سره بوخت وساتل. هغه برازيلي لوبې جوړونکی رېويللېنو “Rivellino” او د مانچستر يونايټډ لوبډلې د کيڼ يا ښي اړخ لوبغاړی جورج بېسټ “George Best” د خپلې ودې د هڅونکو لوبغاړو له ډلې ونومول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د کلب مسلک

د ارجنټاين د کم عمرو لوبډله “Argentinos Juniors”

د ۱۹۷۶ زکال د اکتوبر په ۲۰ نېټه مارادونا د ۱۰ ورځې کم ۱۶ کلنۍ په عمر، د تاليريس ډي کورډوبا “Talleres de Cordoba” لوبډلې پر وړاندې د ارجنټاين د کم عمرو لوبډلې لپاره خپله لومړنۍ مسلکي هڅه وکړه. نوموړی په داسې حال کې لوبغالي ته ننوت، چې د ۱۶ ګڼې زېرپېراهني يې اغوستې وه او د “Argentine Primera Division” په تاريخ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو. مارادونا له لومړنيو هڅو څخه يو څو دقيقې وروسته د جوان ډومينګو کبريرا له پښو څخه توپ په لغته ووهه او نټ مېګ مهارت يې وکړ، چې يوه افسانوي قيصه شوه. له سيالۍ څخه وروسته مارادونا وويل: «په هغه ورځ مې داسې احساس کړه، لکه اسمان مې چې په لاسونو کې وي». دېرش کالونه وروسته کابريرا د مارادونا لومړنۍ هڅه په دې ډول يادوي: «زه د ډګر په ښي اړخ کې وم او د مارادونا تر فشار لاندې راوستلو په موخه ورغلم، مګر هغه راته هيڅ موکه رانکړه. هغه له نټمېګ مهارت څخه کار واخېست او کله چې زه په خپله خوا راوڅرخېدم، مارادونا راڅخه لرې و». مارادونا خپل لومړنی ګول يا نښه په “Primera Division” لوبډله کې د مارپلاټينسي ډلې سان لورينزو پر واندې د ۱۹۷۶ ز کال د نومبر په ۱۴ نېټه (له ۱۶ کلن کېدلو څخه دوه اونۍ وروسته) تر سره کړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

  1. Transfermarkt player ID: https://www.transfermarkt.com/-/profil/spieler/8024 — subject named as: Diego Maradona — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. FBref player ID: https://fbref.com/en/players/a2270ea2/ — subject named as: Diego Maradona
  3. BDFA player ID: https://bdfa.com.ar/jugador.asp?codigo=1191 — subject named as: DIEGO ARMANDO MARADONA
  4. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/168498 — subject named as: Diego Maradona
  5. https://autority.snk.sk/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=200320
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ WorldFootball.net person ID: https://www.worldfootball.net/player_summary/diego-maradona/
  7. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/89581667
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0001556 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  9. Dart, James; Doyle, Paul; Hill, Jon (12 April 2006). "The greatest rags-to-riches stories ever". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 25 November 2020 باندې). Diego Maradona obituary.
  11. "Maradona hails 'inspirational' Best". RTÉ Sport. 26 November 2005. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. "The Hand of God". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Maradona hails 'inspirational' Best". RTÉ Sport. 26 November 2005. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Football's Greatest – Rivelino". Pitch International LLP. 2012. Retrieved 8 May 2014
  16. "A Summary of Maradona's Life". vivadiego.com. Archived from the original on December 11, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value). on La Selección website