چارلس سانډرس پيرس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۰ سپټمبر ۱۸۳۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
مړینه | 19 اپرېل 1914 (75 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۱۱][۷][۸][۹][۱۰] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | فیلسوف فزيک پوه |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۱۲][۱۳][۱۴] |
د کړنې څانګه | سیمبول پوهنه سولپوهنه |
مؤثر | جورج برکلي |
تحریک | پراګماتيزم |
لاسليک | |
سمول |
چارلس سانډرس پيرس (سیپتمبر ۱۰، ۱۸۳۹ – اپریل ۱۹، ۱۹۱۴) یو امریکایی فیلسوف، منطقپوه، ریاضي پوه او ساینسپوه و، څوک چې ځینی وختونه د «واقعيت پالنې د پلار» په توګه هم پیژندل کیږي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د کیمیا پوه په توګه یې زده کړې کړي او د دېرشو کلونو لپاره یی د ساینس پوه په توګه دنده ترسره کړې، پیرس د منطق برخه کې ډیرې مرستې کړي، دا یوه داسې موضوع ده چې د نوموړي په اند ډېر هغه څه پکې رانغښتي چې اوس د علم پوهنې (ايپسټيمالوژي) او ساينس د فلسفې په نوم يادېږي. هغه منطق د نښو پېژندنې د علم يوه رسمي څانګه بلل، د کوم چې هغه بنسټګر دی، کوم چې د منطقي مثبت پالانو او د ژبې د فلسفې پلويانو تر منځ د بحث وړاندوينه وکړه چې د شلمې پیړۍ په لوېدیځه فلسفه واکمنه وه. سربېره پر دې، هغه د اټکلي استدلال مفهوم هم تعریف کړی، همدرانګه یې په دقت سره ریاضیکي اټکل او استنتاجي استدلال جوړ کړی. د ۱۸۸۶ز کال په لومړیو کې، هغه ولیدل چې منطقي عملیې د استنتاجي استدلال له خوا ترسره کیدای شي. لسیزې وروسته همدا اند د ډیجیټل کمپیوټرونو د تولید لپاره وکاریده. [۱۹]
په ۱۹۳۴ز کال کې، فیلسوف «پاول ویس» «پیرس» ته د «امریکایی فیلسوفانو تر ټولو اصلي او هر اړخیز او د امریکا تر ټولو لوی منطق پوه» لقب ورکړ. [۲۰]
پیرس د میساچوسټس، کامبریج په ۳ فیلیپس پلیس کې زیږیدلی دی. هغه د «سارا هنټ میلس» او «بینجامین پیرس» زوی و چې خپله هم په هارورډ پوهنتون کې د ستورپوهنې او ریاضیاتو پروفیسر و. په دولس کلنۍ کې «چارلیس» د خپل مشر ورور د «Richard Whately's Elements of Logic» ولوست، کوم چې وروسته پر دې موضوع د انګلیسي ژبې مخکښ متن وګرځېد. په دې ډول د منطق او دلیل ویلو سره د هغه عمري لېوالتيا پيل شوه. هغه په ۱۸۶۲ز کې د هنر په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ سند لاسته راوړلو لپاره هارورډ ته ولاړ. په ۱۸۶۳ز کال کې د «لاورینس» ساینسي ښونځي هغه ته د ساینس په برخه کې د لیسانس سند ورکړ چې په کيميا کې د هارورډ لومړی تر ټولو د لوړ امتياز سند و. له دې پرته د هغه علمي مخينه د تشخيص وړ نه وه. په هارورډ کې، هغه د «فرانسیس ایلینګوډ ابوټ، چاونسي رایټ او ولیم جیمس» سره همېشنۍ ملګرتيا پيل کړه. په هاروډ کې د هغه يو ښوونکي «چارلیس ولیم ایلیټ» د پیرس په اړه ناسم اند جوړ کړ. دا یی برخلیک جوړونکی ثابت شو، ځکه کله چې « ایلیټ» د هارورډ رئیس و (۱۸۶۹-۱۹۰۹ - یوه دوره چې د پیرس نږدې ټول کاري ژوند پکې شامل دی)، په مکرر ډول یی په پوهنتون کې د پیرس دنده رد کړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
پیرس د تنکۍ ځوانۍ له وروستيو کلونو راهيسې د عصبي حالت څخه رنځیدو چې په هغه وخت کې د "مخ نیورالجیا" (د عصب يا مخ درد) په نوم پیژندل کیده، کومه ناروغي چې اوسمهال د «ټریجیمینل نیوریجیا» په توګه تشخیص کیږي. د هغه ژوند لیکونکی، جوزیف برینټ وایی چې کله هغه د خپل درد په وخت کې و «هغه په لومړیو کې تل ستومانه او وروسته بيا څنګزن، سوړ، خفه، خورا شکمن، له حد څخه د لږې تېرېدنې څخه بې زغمه او د سختی غوصې د توپان ښکار و». شونې ده چې د همدې حالت پايلې د ژوند په وروستيو کې له ټولنيز ژوند څخه د ګوښه کېدو لامل ګرځېدلي وي.[۲۶]
د ۱۸۹۱ او ۱۸۵۹ز کلونو تر منځ، پیرس په پرله پسې ډول په بېلا بېلو ساینسي برخو کې د متحده ایالاتو «کوسټ سروی» او د هغې په ځای ناستي د متحده ایالاتو «کوسټ اينډ جيوډيټيک سروی» له خوا په دنده ګومارل شوی و، چېرته چې هغه په ۱۸۸۰ز کې د وروستي تر مړینې پورې د خپل خورا اغیزمن پلار له دندې ګټه واخيسته. دې دندې پیرس د امریکا په کورنۍ جګړه کې د برخې اخیستلو څخه خلاص کړ؛ دا به د ده لپاره ډیره عجیبه وه چې داسې څه وکړي، ځکه چې د بوسټن «برهمن پیرس» د کنفدراسیون سره خواخوږي درلوده. په «سروی» کې، هغه په عمده توګه د ځمکې د مساحت او د شي د وزن معلومولو په برخو کې کار وکړ او د ځمکې د جاذبې قوه کې د د کوچنيو سيمه ييزو بدلونونو د ټاکنې لپاره يې د اونګ استعمال ښه کړ. هغه د ۱۸۶۷ز کال په جنورۍ مياشت کې د امریکا د هنرونو او علومو اکاډمۍ تر روزنې لاندې همکار وټاکل شو. دې «سروی» هغه پنځه ځلې اروپا ته ولیږو، لومړی ځل په ۱۸۷۱ز کال کې د یوې ډلې د غړي په توګه، کومه ډله چې د لمر تندر نيولو د مشاهدې لپاره استول شوې وه. هلته نوموړي د «اګستس ډی مورګان، ویلیم سټینلي جیونز» او «ویلیام کینګډن کلیفورډ» په لټه کې و، دوی برتانوي ریاضي پوهان او منطق پوهان وو چې ذهن یې د هغه سره ورته و. له ۱۸۶۹ څخه تر ۱۸۷۲ز کال پورې، هغه د هارورډ د ستورپوهنې څارنه کې د مرستیال په توګه کار کاوه، د ستورو د روښانتیا او د شیدو لارې د شکل په ټاکلو کې یې مهم کار کاوه. د ۱۸۷۷ز کال د اپرېل په شلمه نېټه د علومو د ملي اکاډمۍ غړی وټاکل شو. همدارنګه په ۱۸۷۷ز کال کې، هغه د میټر اندازه کولو وړاندیز وکړ چې د یوې ټاکلې فریکونسۍ د رڼا ډیری موجونه اندازه کړي، دا هغه تعريف دی چې له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې کارول شوی. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
د ۱۸۸۰ز لسیزې په اوږدو کې، د بیوروکراټیک توضیحاتو سره د «پیرس» بې پرې توب پای ته ورسېد، په داسې حال کې چې د هغه د سروې د کار کیفیت او مهال ویش کم شوی و. پیرس د راپورنو په لیکلو کلونه تیر کړل، په داسې حال کې چې هغه باید په څو میاشتو کې لیکلي وو. په ورته وخت کې، نوموړي د ۱۸۸۳-۱۹۰۹ کلونو په اوږدو کې د د پېړۍ د دايرة المعارفي قاموس لپاره په فلسفه، منطق، ساينس او نورو مضامينو کې بالاخره زرګونه شمېر کې لېکنې وکړې. په ۱۸۸۵ز کال کې، د الیسن کمیسون له خوا یوې څیړنې پیرس وباښه، خو د ولسي پانګې د ناسمې کارونې په تور سرپرست «جولیوس هیلګارډ» او د کوسټ سروې یو شمیر نور کارمندان يې له دندې ګوښه کړل. په ۱۸۹۱ز کال کې، پیرس د سرپرست «توماس کاروین مینډینډهیل» په غوښتنه له کوسټ سروی څخه استعفا ورکړه. [۳۶][۳۷][۳۸]
په ۱۸۷۹ز کال کې، پیرس په جان هاپکین پوهنتون کې د منطنق د مدرس په توګه وګمارل شو، دې پوهنتون په هغو برخو کې پیاوړې څانګې درلودې چې نوموړي پکې لېوالتيا درلوده، د بېلګې په ډول فلسفه (رویس او ډیوي خپلې دوکتوراوې په هاپکین کې بشپړې کړي)، روانپوهنه (د جی سټینلي هال له خوا تدریس شوی او د جوزف جاسترو له خوا مطالعه شوی، چا چې د پیرس سره په تاریخي تجربوي مطالعه ګډه لیکنه کړې) او ریاضیات (د جی.جی سایلویسټر له خوا تدریس کیده، چا چې په ریاضیاتو او منطق کې د پیرس د کار ستاینه کړې). د جان هاپکنز پوهنتون د غړو له خوا د منطق په برخه کې د هغه مطالعې (۱۸۸۳) د هغه او «ایلن مارکونډ، کریسټین لاډ، بنیامین ایوس ګیلمن، او آسکر هاورډ مچل» له خوا اثار لري، چې ډیری یې د هغه فارغ شوي زده کونکي وو. په هاپکنز کې د پیرس غېر دايمي دنده، د هغه يواځينۍ علمي دنده وه چې هغه تر سره کړې.[۳۹][۴۰]
برنټ داسې څه مستند کړي چې پیرس هیڅکله پرې شک نه درلود، یعنې د علمي دندې، مرستې، او ساینسي درناوی تر لاسه کولو د هغه هڅې د هغه مهالد يو ستر کاناډايي-امریکايي ساينس پوه «سايمن نيوکومب» د پټ مخالفت له ماله بيا بيا له ناهيلۍ سره مخ شوې. شونې ده چې د پیرس هڅو کې له دې امله هم خنډ پيدا شوی وی کوم چې «برينټ» د «د هغه د ستونزمن شخصيت» په توګه بللي دي. د دې په خلاف، «کیت دیولین» په دې باور دی چې د پیرس کار د هغه وخت څخه ډیر مخکې و،ډ کوم چې د هغه مهال د تعليمي ادارې له خوا نه تعرفېده او دا چې همدې چارې د دايمي دندې تر لاسه کولو په ناکامۍ کې ستره ونډه درلوده. [۴۱][۴۲][۴۳] له شک پرته چې د پیرس شخصي ژوند د هغه د مسلکي بریا پر پر ضد کار کاوه. وروسته له هغه چې د نوموړي لومړۍ میرمن «هیریټ میلوسینا فای» ("زینا") په ۱۸۷۵ز کې هغه پرېښود، په داسې حال کې چې لا هم له قانوني اړخه واده کړی و، د «جولیت» سره په اړيکه کې ښکیل شو، چاته چې ډېر ځله د «فروسی» او «پورتالی» په توګه وروستی نوم ورکړل شوی دی او هويت يې (هغې فرانسوي ژبه خبرې کولې) هم ناڅرګند پاتې دی. کله چې په ۱۸۸۳ز کال کې له «زينا» سره د هغه طلاق وروستی شو، نوموړي له «جوليت» سره واده وکړ. په همدې کال، نیوکومب د جان هاپکنز یو متولي ته وويل چې د هاپکنز د کارمند په توګه پيرس له يوې داسې مېرمنې سره اوسېدو او سفر کولو، له چا سره چې د هغه واده نه و شو؛ له دې وروسته [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) See Burks, Arthur W. (1978). "Charles S. Peirce, The new elements of mathematics" (PDF). Book Review. Bulletin of the American Mathematical Society. 84 (5): 913–918. doi:10.1090/S0002-9904-1978-14533-9. الوسيط |CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) Also Houser, Nathan. "Introduction". Writings of Charles S. Peirce. 5. د کتاب پاڼې xliv. الوسيط |CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)