دا باید یوه طبیعي جوړه شوې ماده وي چې د طبیعي جیولوژیکي پروسو له لارې په ځمکه یا له ځمکې بهر په نورو سیارو کې جوړه شوې وي. په دې کې هغه مرکبات نه شاملېږي چې په مستقیم او خصوصي ډول د انساني فعالیتونو (انټروپوجینیک) یا د ژوندیو موجوداتو (بیوجنیک) له لارې تولید شوي وي، لکه په نباتي انساجو کې تنګسټن کاربایډ، ادراري یا د پښتورګو ډبره، د کلسیم اوکزیلېټ کرېسټالونه او صدف. که جیولوژیکي پروسې يې په پیدایښت کې دخیلې وي، ښايي د دا ډول موادو تولید پر شرایطو برابر وي (لکه اېوېنکېټ چې له نباتي موادو څخه ترلاسه کېږي، یا تارناکیټ چې د الوتونکو له مدفوع یا الپریزیټ چې د کان له پاتېشونو څخه ترلاسه کېږي). فرضي یا احتمالي مواد هم نه په کې شاملېږي، ان که یې دا وړاندوېینه هم وشي چې په اوسنیو طبیعي چاپېریالونو کې د لاسرسي وړ نه دي، لکه د ځمکې یا نورو سیارو هستې. [۱۱]
باید په طبیعي بڼه یوه جامده ماده وي. د دغه قانون لپاره یوه لویه استثنا اصلي سیماب دي: د منرالپېژندنې نړیواله اداره لا هم سیماب د یوې منرالي مادې په توګه طبقهبندي کوي، ان که په منفي ۳۹ سانتيګرېد تودوخه کې متبلور هم شي، ځکه د اوسنیو قوانینو تر رامنځته کېدو وړاندې په کې شامل شوی و. اوبه او کاربن ډای اکسایډ منرالي مواد نه بلل کېږي، ان که په نورو منرالي موادو کې پیدا هم شي، خو د اوبو یخ یوه منرالي ماده ګڼل کېږي. [۱۲][۱۳]
باید بشپړ مشخص کرېسټالوګرافيک جوړښت ولري؛ یا په عمومي ډول منظم اتومي ترتیب ولري. دا خاصیت د څو مایکروسکوپيکو فزیکي خاصیتونو ضامن دی، لکه کرېسټالي شکل، سختي او جلا کېدل یا درز. اوزوکرېټ، لیمونېټ، ابسيډين او ډېری نور بېشکله (غیر بلوري) مواد چې د ځمکپېژندنې په برخه کې شته، په دې کې نه شاملېږي. [۱۴][۱۵]
باید نسبتاً مشخص کیمیاوي ترکیب ولري. ځینې هغه کرېسټالي مواد چې ثابت جوړښت او بدلېدونکی ترکیب لري، هم ښايي د یوه جلا منرالي ډول په توګه په پام کې ونیول شي. د دغو بېلګو یوه عامه برخه جامد محلولونه دي لکه مکینوېټ 9S8(Fe, Ni) او فېرس سلفایډ چې د نېکل د اتومونو له لارې د اوسپنې د اتومونو د پام وړ ځای پر ځای کول دي. په نورو بېلګو کې قشر لرونکي کرېسټالونه شامل دي چې بېلابېل قشرونه لري، یا هغه کرېسټالونه دي چې یوازې د خالي ځایونو او بدیلونو په منظم ترتیب کې توپیر لري. ځینې مواد چې د ترکیباتو دوامداره لړۍ لري، ښايي په خپله خوښه په څو منرالونو ووېشل شي. ښکاره بېلګه یې د اولیوین ګروپ دی 2SiO4((Mg, Fe) چې د مګنیزیم بډایه او د اوسپنې بډایه وروستي غړي یې جلا منرالونه (فورستراېټ او فایالایټ) ګڼل کېږي.[۱۶]
جواهر با ارزښته او زینتي منرالونه دي چې د ښکلا، پایښت او معمولاً د کمپیدايۍ له امله له نورو جواهراتو سره توپیر لري. د منرالونو کابو ۲۰ ډولونه پر شرایطو برابر منرالي جواهرات دي او نږدې ۳۵ مورده یې عامې قېمتي ډبرې جوړوي. د جواهرو منرالونه تر ډېره په بېلابېلو ډولونو شته، له همدې امله ښايي یو منرال څو بېلابېلې قېمتي ډبرې جوړې کړي، لکه یاقوت او سره یاقوت چې دواړه کورانډیوم Al2O3 دي.[۲۶][۲۷]
سرچینې
↑John P. Rafferty, ed. (2011): Minerals; p. 1. In the series Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. Rosen Publishing Group. کينډۍ:ISBN
↑Wenk, Hans-Rudolf; Bulakh, Andrei (2004). Minerals: Their Constitution and Origin. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره978-0-521-52958-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑Pasero, Marco; et al. (November 2021). "The New IMA List of Minerals – A Work in Progress"(PDF). The New IMA List of Minerals. IMA – CNMNC (Commission on New Minerals Nomenclature and Classification). مؤرشف(PDF) من الأصل في ۲۳ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑Klein, Cornelis; Hurlbut, Cornelius S., Jr. (1993). Manual of mineralogy : (after James D. Dana) (الطبعة 21st). New York: Wiley. د کتاب پاڼې 440. د کتاب نړيواله کره شمېره047157452X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑Klein, Cornelis (14 October 2019). "Mineral – Silicates". Encyclopedia Britannica. د لاسرسينېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
↑E. H. Nickel & J. D. Grice (1998): "The IMA Commission on New Minerals and Mineral Names: procedures and guidelines on mineral nomenclature". Mineralogy and Petrology, volume 64, issue 1, pages 237–263. doi:10.1007/BF01226571
↑Dyar, Gunter, and Tasa (2007). Mineralogy and Optical Mineralogy. Mineralogical Society of America. د کتاب پاڼي 2–4. د کتاب نړيواله کره شمېره978-0-939950-81-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
↑Dyar, Gunter, and Tasa (2007). Mineralogy and Optical Mineralogy. Mineralogical Society of America. د کتاب پاڼي 2–4. د کتاب نړيواله کره شمېره978-0-939950-81-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
↑E. H. Nickel & J. D. Grice (1998): "The IMA Commission on New Minerals and Mineral Names: procedures and guidelines on mineral nomenclature". Mineralogy and Petrology, volume 64, issue 1, pages 237–263. doi:10.1007/BF01226571
↑Jackson, Julia A., المحرر (1997). "Industrial mineral". Glossary of geology (الطبعة Fourth). Alexandria, Viriginia: American Geological Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره0922152349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)