آرنولډ یوهانس ویلهلم سومرفیلډ (زوکړه: د ۱۸۶۸ زکال د ډسمبر ۵مه – مړینه: د ۱۹۵۱ زکال د اپرېل ۲۶مه) د نظري فیزیک په برخه کې جرمنی عالم و. نوموړی د اتومي او کوانټمي فیزیک په بدلونونو کې له مخکښانو څخه و او همدارنګه یې د نظري فیزیک په نوې دوره کې ګڼ شمېر زده کړیالان و روزل او هغوی ته یې لارښوونې وکړې. نوموړي د نوبل د جایزې د اوو ګټونکو د لارښود او د دوکتورا له زده کړو وروسته د هغوی د چارو د څارونکي په توګه خدمت وکړ؛ ورته مهال لږ تر لږه د ۳۰ مشهورو فیزیک پوهانو او کیمیا پوهانو لارښود هم پاتې شوی. [۱]
هغه دویم کوانټمي عدد، ازیموټال کوانټمي عدد، دریم کوانټمي عدد او مقناطیسي کوانټمي عدد معرفي کړل. هغه همدارنګه بنسټیز ثابت (fine-structure constant) معرفي کړ او د ایکس د وړانګو تیوري ته یې پراختیا ورکړه.
سامرفیلډ په ۱۸۶۸ زکال کې د پروس په یوه لویه نسب لرونکې کورنۍ کې وزیږېد. مور یې سیسیلي ماتیاس (۱۸۳۹ – ۱۹۰۲ زکال) د پوتسدام د یو صنعتګر لور وه. پلار یې فرانز سامرفیلډ (۱۸۲۰ – ۱۹۰۶ زکال) طبیب و چې د کونیګسبرګ یوې مخکښې کورنۍ ته اړوند و، د ارنولډ نیکه په ۱۸۲۲ زکال کې له هینټرلنډ څخه دلته راکډه شوی و ځکه چې د پروس د پاچاهۍ په دربار کې یې د قاصد په توګه دنده ترسره کوله. سامرفیلډ ته د هغوی کورنۍ ته په اړوندې د پروس په انجیلي پروتستانت کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو، په داسې حال چې هغه چندان مذهبي نه و، خو هېڅکله یې له خپلې عیسوۍ عقیدې څخه انکار وه نه کړ. [۲][۳][۴]
سامرفیلډ په خپل زیږون ځای کونیګسبرګ کې البرټینا پوهنتون ته ولاړ او هلته یې ریاضیات او فیزیک ولوستل. د هغه د زده کړو د پای لیک لیکنې لارښود ریاضي پوه فردیناند فون لینډمان و، ورته مهال هغه د ریاضي پوهانو آډولف هورویتز او ډیوېډ هېلبرټ او همدارنګه د فیزیک پوه امیل ویشرټ په ټولګیو کې له ونډې څخه ګټه اخیستې وه. د زده کړیالانو د ورورګلوۍ په ټولنه (Deutsche Burschenschaft ) کې د هغه ګډون لامل وګرځېد چې په مخ کې یې د تل لپاره د تورې د ټپ نښه پاتې شي. نوموړي د ۱۸۹۱ زکال د اکتوبر په ۲۴مه د ۲۲ کلونو په عمر د دوکتورا سند ترلاسه کړ.[۵][۶][۷][۸]
سامرفیلډ د دوکتورا د سند له ترلاسه کولو وروسته په کونیګسبرګ کې پاتې شو څو د تدریس د دیپلوم د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي. هغه په ۱۸۹۲ زکال کې د تدریس په ملي ازموینه کې بریالی شو او له دې وروسته یې د یوه کال لپاره د عسکرۍ خدمت ته مخه کړه؛ هغه د کونیګسبرګ په ریزرف ځواکونو کې د عسکرۍ خدمت ترسره کړ. هغه د خپل اجباري خدمت دوره د ۱۸۹۳ زکال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسوله او په راتلونکو اتو کلونو کې یې څو ځله اته اونیز داوطلبانه د عسکرۍ خدمت وکړ. هغه د لویو بریتونو، غټ وجود، پروسي شکل او پر مخ باندې د تورې د ټپ له امله داسې ښکارېده چې ګویا د سواره ځواک ډګروال دی. [۹]
د ۱۸۹۳ زکال په اکتوبر میاشت کې سامرفیلډ ګوتینګن پوهنتون ته ولاړ چې هغه مهال په جرمني کې د ریاضیاتو مرکز و. دلته نوموړی د یوې ګټنمې شخصي اړیکې له امله د منرالوژي په انستیتیوت کې د تئودور لیبیش مرستیال شو- لیبیش وړاندې له دې د کونیګسبرګ په پوهنتون کې ښوونکی و او د سامرفیلډ د کورنۍ سره ملګری و. [۱۰][۱۱]
د ۱۸۹۴ زکال په سپټمبر میاشت کې سامرفیلډ د فلیکس کلاین مرستیال شو چې د کلاین د لکچرونو پر مهال یې د هغه له لکچرونو څخه جامع یادښتونه اخیستل او سربېره پر دې یې د ریاضیاتو د ټولګي لپاره درسي مواد لیکل او د مطالعې خونه یې هم مدیریت کوله. سامرفیلډ په ۱۸۹۵ زکال کې د کلاین تر نظر لاندې خپله علمي درجه ترلاسه کړه او پر مټ یې په ګوتینګن کې ښوونکی شو. سامرفیلډ د ریاضي او ریاضيکي فیزیک د موضوعاتو اړوند لکچرونه ورکول. هغه د لومړي ځل لپاره د جزیي ډیفرانشیل معادلاتو اړوند خپل لکچرونه په ګوتینګن کې ورکړل او دغو معادلاتو هم د هغه د تدریس پر مهال تکامل وموند چې دغې موضوع په فیزیک کې د جزیي ډیفرانشیل معادلاتو تر عنوان لاندې د نظري فیزیک په برخه کې د هغه د تدریسي کتابونو او لکچرونو د ټولګې شپږم ټوک جوړ کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په ۱۸۹۵ زکال او ۱۸۹۶ زکال کې د څرخېدونکو اجسامو اړوند د کلاین لکچرونه لامل وګرځېدل چې کلاین او سامرفیلډ د څرخ د تیوري اړوند د Die Theorie des Kreisels تر عنوان لاندې څلور ټوکیز کتاب ولیکي – دوی دغه اثر له ۱۸۹۷ زکال څخه تر ۱۹۱۰ زکال پورې (په دیارلسو کلونو کې) ولیکه. لومړنيو دوه ټوکو یې نظري بڼه لرله او دوه نور یې هم د جیوفیزیک، ستورپوهنې او ټکنالوژۍ پر موضوعاتو څرخېدل. له کلاین سره د سامرفیلډ اړیکه لامل وګرځېده چې د سامرفیلډ فکر د تطبیقي ریاضیاتو لوري ته انحراف ومومي چې له امله یې د هغه په لکچرونو کې تغیر رامنځته شو. [۱۶][۱۷]
هغه مهال چې سامرفیلډ په ګوتینګن کې و، د ګوتینګن د کتابدار ارنست هوپفنر له لور یوهانا هوپفنر سره بلد شو. د ۱۸۹۷ زکال په اکتوبر میاشت کې سامرفیلډ په کلاوسټال – تسلرفلډ کې د برګ اکاډمۍ د ریاضیاتو په څوکۍ تدریس ته مخه کړه؛ هغه د ویلهلم واین ځای ناستی شو. دغه دنده لامل وګرځېده څو له یوهانا سره د واده کولو په موخه کافي مالي امکانات پیدا کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د کلاین په غوښتنه سامرفیلډ د ریاضیکي علومو د پوهنغونډ د پنځم ټوک د لیکنې مسئولیت پر غاړه واخیست، دا یوه ډېره لویه چاره وه چې ده له ۱۸۹۸ زکال څخه تر ۱۹۲۶ زکال پورې ترسره کړه. [۲۲][۲۳]
په ۱۹۰۰ زکال کې سامرفیلډ په آخن پوهنتون (Königliche Technische Hochschule Aachen) کې د تطبیقي میخانیک په څوکۍ باندې د فوق العاده پروفیسور په توګه په کار پیل وکړ؛ ده دغه ځایګي ته د کلاین په هڅو لار ومونده. په آخن کې نوموړي هایدروډینامیکي نظریې ته پراختیا ورکړه چې د اوږدې مودې لپاره یې د ده پام جلب کړی و. وروسته بیا په مونیخ پوهنتون کې د ده زده کړیالانو، لوډویګ هاپف او ورنر هایزنبرګ د د دغې موضوع اړوند د خپلې دوکتورا تیزسونه ولیکل. په آخن کې د حضور پر مهال د بولبرینګونو په روان کارۍ کې د هغه همکاري لامل وګرځېده چې ډانکن ډاوسن نوموړی د ټریبولوژي په برخه کې له ۲۳ مخکښانو څخه یو وبولي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
له ۱۹۰۶ زکال وروسته سامرفیلډ ځان د مونیخ په پوهنتون کې د فیزیک د پوهنځي د ښوونکي او د نظري فیزیک د نوې تاسیس شوي پوهنځي رئیس معرفي کاوه. نوموړی د دغه ځایګي لپاره د مونیخ پوهنتون د فیزیک د پوهنځي د رئیس ولیهلم رونټګن له خوا غوره شو.[۲۹][۳۰]
د نوولسمې پېړۍ له وروستیو څخه د ۲۰مې پېړۍ تر لومړیو پورې په جرمني کې تجربي فیزیک پام وړ ځایګی لرونکی مسلک بلل کېده. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو شمېر نظریه ورکوونکو لکه په مونیخ پوهنتون کې سامرفیلډ او په ګوتینګن کې ماکس بورن د ریاضیاتو اړوند د تدریس په لومړیو کې دغې موضوع ته تغیر ورکړ دا چې ریاضیکي فیزیک، د بیلګې په توګه نظري فیزیک د تجربي فیزیک اصلي محرک وبلل شو چې په دغه برخه کې یې نظریات تائید او هغو ته یې پراختیا ورکوله. وروسته له هغه چې ولفګانګ پائولی، ورنر هایزنبرګ او والټر هایټلر له سامرفیلډ سره د خپلې دوکتورا زده کړې پای ته ورسولې د کوانټمي میخانیک د پراختیا په برخه کې یې پام وړ ونډه واخیسته چې هغه مهال د چټکې ودې په حالت کې و. [۳۱]
سامرفیلډ په مونیخ کې د ۳۲ کاله تدریس پر مهال عمومي او تخصصي کورسونه مخته یووړل، همدارنګه یې ګڼ شمېر سیمینارونه جوړ او علمي بحثونه یې وکړل. د هغه په عمومي مضامینو کې میخانیک، د شکل بدلونکو اجسامو میخانیک، الکټروډینامیک، اپټیک، ترموډینامیک او ستاتیکي میخانیک او همدارنګه په فیزیک کې جزیي ډیفرانشیل معادلې شاملې وې. هغه په اونۍ کې څلور ساعته درس ورکاوه چې د ژمي په درسي پروګرام کې یې ۱۳ اونۍ او د دوبي په پروګرام کې یې ۱۱ اونۍ تدریس کاوه. ده هغو زده کړیالانو ته تدریس کاوه چې له روټنیګڼ او وروسته یې له ویلهلم واین سره تجربي فیزیک لوستی و. همدارنګه یې په اونۍ کې دوه ساعته پرزینټشن درلود چې د ستونزو په اړه بحثونه په کې شامل وو. تخصصي کورسونه یې هم د ده د خپلې علاقې وړ موضوعاتو اړوند و او د خپلو څېړنیزو علایقو له مخې یې جوړول؛ د دغو کورسونو درسي مواد بیا وروسته د سامرفیلډ د علمي لیکنو په کتار کې خپاره شول. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)